Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63655
تاریخ انتشار : شنبه 21 غوایی 1398 ساعت : 15:10:38

طالبان: قطر کې د طالب استازو او امریکایي ډیپلوماټانو ترمنځ د شپږم پړاو خبرې پای ته رسیدلې

قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټري پیغام کې وایي، په دوحه کې د طالب استازو  او امریکایي پلاوي ترمنځ د روانو خبرو شپږم پړاو پنجشنبه پای ته ورسېد.

سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:” په دې پړاو کې په یو لړ موضوعاتو بحث وشو او حل شول.په پاتي نورو موضوعاتو به په راتلونکې غونډو کې بحث کیږي”.

ښاغلي شاهین د دې په اړه څه نه دي ویلي چې کومې موضوع ګانې حل شوې، نوموړي لیکلي په دې مذاکرتو کې د تېر پړاو په چمتو شوې مسودې بحثونه شوي دي.

 دی وایي، د خبرو دا وروستی پړاو ګټور و او دواړو خواو په غور او زغم سره یو بل ته غوږ ونیوه.

نوموړي لیکلي دي، اوس به دواړه لوري له خپلو مشرانو سره په دې برخه کې سلا مشوره کوي.

ښاغلی شاهین لیکي، له خپلمنځي سلا مشورو وروسته به یو ځل بیا دواړه خواوې مذاکرات پیلوي. خو نوموړي د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره کومه نېټه نه ده یاده کړې.

د وسله والو طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د خبرو دغه پرونی پای ته رسیدلی پړاو کابو یوه اونۍ وړاندې پیل شو.

د راپورنو له مخې په دې خبرو کې تر ډېره پر دوه موضوعاتو خبرې شوې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.