Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63657
تاریخ انتشار : شنبه 21 غوایی 1398 ساعت : 15:14:15

خلیلزاد: دسولې په خبرو کې کافي چټکتیا نشته په دې برخه کې ډېر او چټک پرمختګ ته اړتیا ده

د افغانستان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره د خبرو د شپږم  پړاو له پای ته رسیدو وروسته په یوه ټویټري پیغام کې وایي، د سولې په خبرو کې اوسنی پرمختګ ورو دی باید په دې برخه کې چټک ګامونه پورته شي.

د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړي استازي پر خپل ټویټر لیکلي:” د خبرو اترو دغه چټکتيا کافي نه ده. په داسې حال کې چې جگړه په زور سره روانه ده او گڼ بېگناه خلک وژل کېږي. موږ ډېر او چټک پرمختگ ته اړتيا لرو.”

د امریکايي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې د کمولو په لور دغه اوسني ګامونه ورو بولي او پر لا چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:” په دې پړاو کې په یو لړ موضوعاتو بحث وشو او حل شول.په پاتي نورو موضوعاتو به په راتلونکې غونډو کې بحث کیږي”.

ښاغلي شاهین د دې په اړه څه نه دي ویلي چې کومې موضوع ګانې حل شوې، نوموړي لیکلي په دې مذاکراتو کې د تېر پړاو په چمتو شوې مسودې بحثونه شوي دي.

د راپورونو له مخې  له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل، د ترهگرۍ پر وړاندې  مبارزه، د افغانانو خپلمنځي خبرې او د تاوتريخوالي کمېدل چې يو بشپړ اوربند ته لار هوار کړي، د دې پړاو د خبرو اجنډا وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.