Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63658
تاریخ انتشار : شنبه 21 غوایی 1398 ساعت : 15:16:20

د ایران حکومت دې له ما (ټرمپ) سره تماس ونیسی

د امریکا ولسمشر ټرمپ دپنجشنبې په شپه په یوه خبری کنفرانس کې د خبرواترو وړاندیز کړی او وئیلی ئې دی ، هغه کار چې باید ایرانیان ئې باید وکړی دا دی چې له ما سره تماس ټینګ کړی او خبرو ته کینی . دامریکا ولسمشر وئیلی دی زه ورسره په انصاف سره موافقه کولی شم.

 فارس خبری آژانس راپورورکړ سی این این ټیلیویژنی چینل د یوه امریکائی ډیپلوماټ له قوله په همداوروستیوکې راپور ور کړی،سپینې ماڼۍ  دسویس حکومت ته یوه ټیلیفون شمیره ورکړې ،څو دایران حکومت ورڅخه په استفادې سره د امریکا له ولسمشرډونالډ ټرمپ سه تماس ونیسی .

  راپورښئ ،د ایران د اسلامی جمهوریت له مشرانو سره د خبرواترو  لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د خوش خیالۍ  یا خوش فهمۍ په دوام کې،د سویس یوه ډیپلوماټیک چارواکی وئیلی دی،سپینې ماڼۍ دایران د ګټو ساتونکی سویس حکومت ته،د ټیلیفون  یو نمبر ورکړی څو تهران  ددغې شمیرې په وسیله له واشنګټن سره تماس نیولی شی .

دغه ډیپلوماټیک چارواکی په عین حال کې وئیلی دی احتمالا سویس دغه شمیره  دایران په اختیار کې نه ورکوی،مګر دا چې  ایرنی چارواکی  په مشخص ډول  ددغې شمیرې د ترلاسه کولو  غوښتنه ورڅخه وکړی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ دپنجشنبې په شپه  په یوه خبری کنفرانس کې د خبرواترو  وړاندیز کړی او وئیلی ئې دی ، هغه کار چې باید ایرانیان ئې باید وکړی دا دی چې له ما سره تماس ټینګ کړیاو خبرو ته کینی. دامریکا ولسمشر وئیلی دی زه ورسره  په انصاف سره موافقه کولی شم.

  داپه داسې حال کې دی چې ډونالډټرمپ دایران له ولس سره دغلیمانه چلندونو په دوام کې د یوه اجرائی فرمان په صادرولو سره،یو ځل بیا دایران د وسپنې ، فولادو ،آلومینیمو او مسو دبرخې په ضد هم بندیزونه لګولی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.