Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63659
تاریخ انتشار : شنبه 21 غوایی 1398 ساعت : 15:17:53

لودیځی هیوادونه دې دافغان کډوالو په وړاندې پخپلو دندو عمل وکړی

 عراقچی ددې خبرې په کولو سره چې څلویښت کلونه کیږی ، ایران دخپلو افغان وروڼو او خویئندو کوربه دی ،ټینګار کړی،امریکایان اولویدیځوال دافغانستان د خلکو دکډوالۍ لامل دی او باید دا توقع ونشی،چې یوازې ایران ددغه کار لګښت ورکړی.

زمونږخبریال راپورراکړ  د اسلامی ایران  مرستیال خارجه وزیرعباس عراقچی  وئیلی دی ،لویدیځی هیوادونه په افغانستان کې د ډیرو مشکلاتو لاملونه دی  اوباید  دافغان کډوالو  په وړاندې دې پخپل مسئولیتونو عمل وکړی .

سیدعباس عراقچی د افغان کډوالو په باب  دهغه له وروستیو څرګندونو ناسم اخستون ته په اشارې سره  وئیلی دی ،له ایرانه د افغان کډوالو د ویستلو او بیرته ستنولو بحث مطرح نه دی،خو هغه کسان چې  په افغانستان کې د ډیرو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ لامل دی ،باید پخپل مسئولیت عمل وکړی .

 دایران مرستیال خارجه وزیر روښانه کړې ،په لومړۍ درجې کې د افغانستان دخلکو د مشکلاتو او د کډه په سر کیدا لامل لویدیځوال او هغه کسان دی،چې ترهه ګرې ډلې ئې راپنځولی او ورځینی ملاتړ کوی،هغه کسان دی چې پوځیان ئې افغانستان ته ولیږل او په دغه هیواد کې ئې پوځی مرکزونه جوړ کړل او ددغه هیواد پر ولس ئې جنګ وتپۀ.

 عراقچی ددې خبرې په کولو سره چې څلویښت کلونه کیږی،ایران دخپلو افغان وروڼو او خویئندو کوربهدی ،ټینګارکړی،امریکایان اولویدیځوال  دافغانستان د  خلکو  دکډوالۍ لامل دی او باید  دا توقع ونشی،چې  یوازې  ایران  ددغه کار لګښت ورکړی.

   دایران مرستیال خارجه وزیر زیاته کړې ،مهاجرت  یو نړیوال مسئولیّت دی  او ایران تر دې دمه  د کډوالو په وړاندې  له خپل توانه څو چنده زیات  پخپل مسئولیّت عمل کړی دی  او بیا به  دغو مرستو اومسئولیَتونو ته دوام  ورکړی ، خو اروپایان  هم باید  په دې باب پخپل مسئولیّت عمل وکړی ا و موضوع  په جدیّت سره تعقیب کړی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.