Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63662
تاریخ انتشار : شنبه 21 غوایی 1398 ساعت : 15:22:33

کابل کې معترضو نوماندانو د ملي شورا دروازه وتړله

د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو وروستیو پایلو اعلانولو کې له حده زیات ځنډ، د هغو نوماندانو اعتراض سره مخ شو چې نومونه یې لومړني نوملړ کې ګټونکي اعلان شوي‌‌وو.

دغه نوماندان او پلویان یې ـ چې نن یې یو اعتراضي حرکت کې د ملي شورا دروازه وتړله ـ خبرداری ورکوي، تر هغه چې د کابل ټاکنیزې حوزې پایلې اعلان نه‌شي؛ دوی خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

معترض نوماند الله‌ګل مجاهد وايي، تر هغه چې د کابل وروستۍ پایلې اعلان نه‌شي؛ د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې هم باید ونه‌شي. د ده په خبره، د کابل تر د پایلو تر اعلانه دې د ولسي جرګې داخلي ټاکنې وځنډول شي.

د کابل د ټاکنیزې حوزه نومانده شینکۍ کړوخېل هم وايي، هر څه ژر باید د کابل حوزې وروستۍ پایلې اعلان شي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکیو هم دغه اعتراضي غونډه کې ګډون کړی او هر څه ژر د کابل د ولسي جرګې وروستيو پایلو اعلانولو غوښتنه کوي.

ټاکل شوې‌وه د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې نن وشي؛ خو د ملي شورا د دروازې تړل کېدو په دلیل، دغه ټاکنې وځنډول شوې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.