Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63663
تاریخ انتشار : شنبه 21 غوایی 1398 ساعت : 15:24:06

د افغان امنیتي ځواکونو په پیسو د مکسیکو دېوال جوړېږي

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان د دغه هېواد او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوال جوړولو له‌پاره د دې وزارت د بودیجې د ۱،۵ میلیارد ډالرو لېږدول تصویب کړل.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پرون ویلي چې دا پرېکړه یې له مکسیکو سره پر ګډ سرحد د لانجې د هواري له‌پاره کړې‌ده.

یو امریکايي چارواکي له نوم پرته پرون رویټرز اژانس ته ویلي، دې پیسو کې ۶۰۰ میلیون ډالره له داسې حساب لېږدول شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو له‌پاره ځانګړې شوې‌دي.

د سرچینې په باور، د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته هم په‌دې اړه معلومات ورکړي دي.

۲۰۱۹ کال کې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ له‌پاره ۴،۹ میلیارد ډالر ځانګړي کړل.

د هغوی په وینا، له مکسیکو سره د دېوال جوړولو له‌پاره تر ټولو زیاتې پيسې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ له بودیجې اخېستل شوې‌دي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، کومې پیسې چې له دې حساب اېستل کېږي د افغان امنیتي ځواکونو اړوند تړونونو کې له سپما ترلاسه شوي.

دا ګام داسې مهال دی چې امریکا له میاشتو راهیسې د دغه هېواد د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسولو له‌پاره طالبانو سره خبرې کوي او د دې خبرو شپږ پړاو هم د پنجشنبې په ورځ قطر کې له ۳ورځو وروسته پای ته ورسېد چې دواړو لورو په خبرو کې پرمختګ ښودلی دی.

د امریکا کانګرس او د افغانستان دفاع وزارت تر دامهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.