Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63668
تاریخ انتشار : چهار شنبه 25 غوایی 1398 ساعت : 10:40:30

پلچرخي زندان کې د عسکرو او زندانيانو ترمنځ جګړه روانه ده

د کابل په پلچرخي زندان کې د زندانيانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله يې زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له پلچرخي زندان څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې ددې زندان د مخدره بلاک زندانيانو د بلاک دروازې ماتې کړي دي او د کمربند ديوال خواته يې ځانونه رسولی دی.

د زندان له داخل څخه ځينې سرچينې وايي چې تر اوسه لږ تر لږه ۳ تنه زندانيان د عسکرو په ډزو کې وژل شوي دي او تر ۳۰ تنه زیات ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې د چارواکو او بندیانو تر منځ وروسته تر هغه جګړه را منځته شوې کله چې د زندان چارواکو د بندیانو څخه په زور د موبایلونو اخیستلو هڅه وکړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.