Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63670
تاریخ انتشار : پنج شنبه 26 غوایی 1398 ساعت : 15:14:03

د حضرت خدیجه س د وفات په مناسبت تسلیت وایو

نن د پنجشنبې ورځ د  میلادی کال د می دمیاشتې شپاړسمه (۱۶) او د څوارلس سوه څلویښتم(۱۴۴۰) هجری قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې لسمه(۱۰) نیټه ده چې داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې میرمنې حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات له کلیزې سره سمون خوری .

حضرت خدیجه سلام الله علیها چې د قریشو یوه(۱) مشهور او شتمنه میرمنه وه له بعثت پینځلس (۱۵) کاله مخکې د اسلام له ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم سره واده وکړ .

دغه ستره میرمنه لومړنۍ ښځه وه چې د پیغمبر اکرم په رسالت یې ایمان راوړه او په خپل ټول توان او شتمنیو سره یې د اسلام دین مرسته وکړه .

حضرت خدیجه سلام الله علیها له اسلام څخه مخکې هم د اخلاقی فضلیتونو ، پاک لمنۍ او د ښو صفتونو دلرلو په خاطر د« طاهره »لقب ترلاسه کړی وو .

دحضرت خدیجه سلام الله علیها وجود د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص لپاره دومره اهمیت درلود چې هغه حضرت ددغه سترې میرمنې رحلت ستر مصیبت وباله او د حضرت خدیجه س او د خپل بل ستر ملاتړی یعنی د خپل تره حضرت ابو طالب علیه السلام رحلت یې «عام الحزن» یعنی د غم کال ونوموه .

مونږ هم د افغان ایرکا خبري اژانس د ادارې په استازیتوب د حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا داهل بیت علیه السلام مینه والو  او نورو ازادی غواړو ته تسلیت وایی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.