Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63672
تاریخ انتشار : شنبه 28 غوایی 1398 ساعت : 14:57:32

خلیلزاد د ولسمشريزو ټاکنو د چمتوالي لپاره غږ کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په برخه کې له هلو ځلو سره جوخت د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر چمتوالي ټینګار کوي.

خلیلزاد وایي چې د سولې لپاره هلې ځلې کوو، خو ټاکنو لپاره هم بايد چمتو والى ونیول شي.

نوموړي په ټویټر کې لیکلي: «افغانان تر هر څه وړاندې سوله غواړي، خو د سولې غوښتنه د دوی د باور وړ ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتوالي مخنیوی نه کوي. د ټاکنو پلان باید مخ پر وړاندې لاړ شي لکه څرنګه مونږ د هغې سولې لپاره هلې ځلې کوو چې چې افغانان يې مستحق دي.»

نوموړی همدارنګه وایي چې، د دوى لومړيتوب د سولې داسې يو بهير دى چې په ترڅ کېد افغانستان ستونزې ته سیاسي حل لاره پیدا شي او په وینا یې سوله د امریکا لومړیتوب دی.

نوموړي وویل: «په افغانستان کې سوله د امریکا لومړیتوب دی، افغان ترهر څه وړاندې سوله غواړي.»

لدې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز هم کابل ته د خپل سفر پرمهال د ولسمشریزو ټاکنو په ترسراوی او روڼوالي ټینګار وکړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.