Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63673
تاریخ انتشار : شنبه 28 غوایی 1398 ساعت : 15:03:50

په کشمیر کی د هندی عسکرو او وسله والو ترمینځ په نښته کی دوه کسان ووژل شول

هندوستان کلونه کیږی چی د زرګونو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره یې د کشمیر ځینې سیمې په خپل کنټرول کی راوستی دی اوپه تیرو دریو لسیزو کی یې په لسګونو زره کسان وژلی دی .

زمونږ خبریال راپور راکوی دهند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کی له وسله والو سره د هندی عسکرو په نښته کی چی نن سهار شوی ده ، دوه وسله وال وژل شوی دی .

په دغه راپور کی د هندی عسکرو تلفاتو ته کومه اشاره نده شوی .

هندوستان کلونه کیږی چی د زرګونو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره یې د کشمیر ځینې سیمې په خپل کنټرول کی راوستی دی اوپه تیرو دریو لسیزو کی یې  په لسګونو زره کسان وژلی دی .

د کشمیر خلک د خپل وضعیت د ټاکلو لپاره د ملګرو ملتو د ټول پوښتنې د پریکړه لیک د اجرا غوښتنه کوی خو د هند حکومت تل له دغه اقدام سره مخالفت کړی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.