Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63674
تاریخ انتشار : شنبه 28 غوایی 1398 ساعت : 16:43:49

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې د راتلونکو ټاکنو پر امنیت بحث وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې نن غرمه د راتلونکو ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او د ولسي جرګې لپاره د غزني د ټاکنو د امنیت د لا ښه تامین په موخه د امنیتي تدابيرو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو خپل ټاکنیز تقویم د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري ته وړاندې کړ او هغوی ورته د ټاکنو پروسې په بېلابېلو پړاوونو کې د ښو امنیتي تدابیر و او بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې همدارنګه پرېکړه وکړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت د ښه تامین په څېر د ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او د ولسي جرګې لپاره د غزني د ټاکنو پروسې له پیل څخه تر پای پورې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره ګډ کار او همکاري وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.