Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63675
تاریخ انتشار : سه شنبه 31 غوایی 1398 ساعت : 09:14:52

د حضرت امام حسن مجتبی (ع) نیکمرغه زوکړه دې ټولوته مبارک وی

حضرت امام حسن مجتبی علیه سلام چی د رمضان په نیمایی کی او دریم هجری قمری کال کی په مدینه منوره کی دنیا ته سترګېرڼې کړې او د امام علی بن ابی طالب علیه سلام او د اسلام د ګران پیغمبر د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا(س) لومړنې بچې وو چی خداوند متعال دغو دو بزرګوارانو ته عنایت کړ .

نن د ۱۳۹۸ لمریز کال د غوی ۳۱  او د ۱۴۴۰ هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې پنځلسمه نیټه ده  چی د نړۍ د شیعیانو د دوهم امام حضرت حسن  مجتبی علیه سلام له نیکمرغه کلیزې سره سمون خوری .

حضرت امام حسن مجتبی علیه سلام چی د رمضان په نیمایی کی او دریم هجری قمری کال کی په مدینه منوره کی دنیا ته سترګېرڼې کړې  او د امام علی بن ابی طالب علیه سلام او د اسلام د ګران پیغمبر د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا(س) لومړنې بچې وو چی خداوند متعال دغو دو بزرګوارانو ته عنایت کړ .

مولای متقیان حضرت امام علی علیه سلام او بی بی فاطمه الزهرا س د خپل لومړی بچی د زوکړې په ورځ خپل ماشوم د خدای ګران رسول (ص ) ته بوتله تر څو ورپاره نوم خوښ کړی . پیغمبر اکرم ص  د خدای تعالی په حکم د هغه نور حسن کیښوده چی د نیک او خوښ په معنا دې .

حضرت امام حسن علیه سلام دا ویاړ درلوده چی د خپل عمر اووه کالونه د خپل ګران نیکه د مینې او مهربانۍ په سیوره کی تیر کړی او هغو په دغه ګران بیه فرصت کی د اسلام د ګران پیغمبر ص له مبارک او نورانی وجوده ګټه پورته کړی او له هغه وروسته ۳۰ کاله د خپل ګران پلار حضرت امام علی س لپاره ریښتونې ملګرې او ځیر او هوښیار شاګرد وو .

مونږ هم د افغان ایرکا خبري اژانس د ادارې په استازیتوب د حضرت امام حسن مجتبی ع د نیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته در زړه له کومی مبارکی وړاندی کوی.


د امام حسن (ع) خوي او خصلت


پرهيزګاري:
امام حسن عليه السلام خداي پاک ته خاصه پاملرنه لرله. او ددې پام او توجه اثار به د اودس او چار اندام په وخت د دوي په مخ څرګنديدل د وضو په وخت به يې رنګ زيړ شو او رپيدو به. چا ورنه پوښتنه وکړه چې په تاسو باندې داسې حالت ولې را ځي؟ ځواب يې ورکړو څوک چې د خداي په درګاه کې ودريږي پکار ده چې په همداسې حالت سره وي.

امام صادق عليه السلام وايي چې امام حسن عليه السلام د خپلې زمانې تر ټولو عابد او پرهيزګار کس ؤ ځکه چې کله به مرګ ورياد شو نو بې حاله به شو او ژړل به يې (بحارالانوار ج 43 ص 331). پياده او کله هم پښې ابلې يې 25 حجونه کړي وو.


سخاوت:
يوه ورځ کعبې ته تلی ؤ. يو سړی يې وليد چې خداي ته دعا کوي " خدايه ماته لس زره درهمه راکړې " امام حسن عليه السلام  هماغه وخت کور ته راغی او هغۀ ته يې لس زره درهمه وليږل.

يوه ورځ يوې کنيزې دوي ته په تحفې کې يو خوشبوداره ګل ورکړو امام حسن عليه السلام  د دغه ګل په ځواب کې هغه ازاده کړه او وې فرمايل: خداي پاک مونږ داسي تربيت کړي يو بيا يې دا ايت تلاوت کړو :
" وَ اِذَا حُيْيْتُمْ بِتَحِيَةٍ فَحَيُوا بِاَحْسَنَ مِنْها (که تاسو ته چا څه څيز ډالۍ کړو تاسو تر هغه غوره ځواب ورکړئ") (بحارالانوار ج 43 ص 343 – 342).
په خپل ژوند کې يې درې ځله خپل ټول مال ان تر پيزاره په دوو برخو وويشل او د خداي په لار کې يې ورکړل.


عاجزي او زغم:
د شام يو سړې يوه ورځ د معاويه په لمسون امام حسن عليه السلام  ته کنځل وکړل. امام حسن عليه السلام  ورته په مسکا سره سلام ووې او وې فرمايل "ای مشره! داسي ښکاري لکه چې غريب وې او زما خيال دی تير وتی يې که زما رضا غواړې، زه راضي يم او که زما نه څه څيز يا راهنمايي غواړې هم تيار يم. که په اوږه دې بوج وي وړم يې درسره، که وږی وې مړؤم دې او که بل څه اړتيا لرې يا هر کار لرې پوره کوم يې. که مونږ ته راشې نو ډيره به درته اسانه وي ځکه چې ستا د ملمستيا لپاره هر څۀ تيار دي" هغه سړی وشرميدۀ ، په ژړا شو او وي ويل ګواهي ورکوم چې تۀ په زمکه د خداي رښتونې جانشين يې. او خداي په خپله ښۀ پوهيږي چې خپل رسالت چا ته ورکړي تۀ او ستا پلار تر نننۍ ورځې پورې زما ډير نا خوښ کس ؤ خو اوس په دنيا کې تر ټولو زياته مينه له تاسو سره لرم. بوډا سړي هغه ورځ د امام حسن عليه السلام  ميلمه شو او چې کله لاړو نو له هغې ورځې د امام حسن عليه السلام  ليواله شو (بحارالانوار ج 43 ص 344).

مروان حکم چې تل يې امام حسن عليه السلام  ځورولی ؤ د امام حسن عليه السلام  د شهادت په وخت د هغوي په جنازه کې ګډون وکړ. امام حسين عليه السلام  ورته وويل تا زما د ورور په ژوند کې هر هغه څۀ وکړل چې له لاسه د کيدل نو اوس ولې د هغۀ په جنازې کې شريک يې او ژاړې؟

مروان حکم وويل: هر څه چې مې وکړل له هغه چا سره مې وکړل چې د مدينې له غرۀ يې صبر او زغم زيات ؤ (تاريخ الخلفاء ص 191).


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.