Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63676
تاریخ انتشار : سه شنبه 31 غوایی 1398 ساعت : 09:25:59

دسولې په بهیرکې دامریکا په پټَوَنو د افغانستان اندیښنې

افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا د پَټَونې په سیاست دافغانستان د سولې دعالی شورا د سکرټریټ یا دارالانشاء مشر د اندیښنې څرګندول د هغه بهیر د دوام له امله دی چې سپینه ماڼۍئې له طالبانو ډلې سره د دوواړخیزو خبرواترو له لارې تعقیبوی،داموضوع لامل شوې څو د افغانستان د ملی وحدت حکومت موقعیّت کمزوری شی.

دافغانستان د سولې د عالی شورا د دارالاانشاء مشر په دې چې امریکا،د افغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره دخبرواترو له درستو جزیاتو نه خبروی،اندیښنه ښودلې ده.

 محمدعمر داؤد زئ هندوستان ته په سفر کې دخبریالانو په ټول کې همداراز ووئیل،امریکا له طالبانو ډلې سره د خبرواترو له لارې دغه ډله پیاوړی کړې ده.

له دې مخکې،د افغانستان د ملی امنیت سلاکارحمد ا... محب هم د سولې په بهیر کې د افغانستان د حکومت څنډې ته دکولو په دلیل د ډونالډټرمپ پر حکومت سختې نیوکې کړې وې.حمد ا..محب وئیلی وو،د ټرمپ حکومت دافغانستان د ولسمشر په ضد په دسیسې سره هڅه کوی،دکابل حکومت د استعماری حکومتونو په څیر په یوه حکومت بدل کړی.

 د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا د پَټَونې په سیاست دافغانستان د سولې دعالی شورا د سکرټریټ یا دارالانشاء مشر د اندیښنې څرګندول د هغه بهیر د دوام له امله دی چې سپینه ماڼۍئې له طالبانو ډلې سره د دوواړخیزو خبرواترو له لارې تعقیبوی،داموضوع لامل شوې څو د افغانستان د ملی وحدت حکومت موقعیّت کمزوری شی.

 دافغانستان د حکومت استازو ته له بلنې پرته له طالبانو سره د دوواړخیزو اړیکو په ترسره کولو کې د امریکا سیاست ، لامل شوی څو دغه ډله دکابل له حکومت سره په خبرواترو کې دنه شتون په باب پر خپل دریځ د تیر وخت په نسبت لازیات لازیات ټینګار وکړی چې دغو شرائطو د بین الافغانی خبرواترو د ترسره کولو لپاره شرائط لازیات ترینګلی کړی دی.

 په همدې دلیل ده چې په همداوروستیوکې د افغانستان حکومت،ددغه هیواد دسولې په بهیر کې دامریکا په سیاستونو د اعتراض په دوام کې د سپینې ماڼۍ پر چارواکو غږ کړی، له طالبانو سره د خبرواترو د اوه م پړاؤ ماموریت دې د بین الافغانی خبرواترو دم برابرولو لپاره پیلامه کړی.

 البته دغه غوښتنه د افغانستان په داخل کې نه یوازې ددغه هیواد دملی وحدت حکومت ته محدوده نه ده او درستې سیاسی او قومی ډلې ټپلې هم دملی پخلاینې په پروګرام کې له بندونه د وتلو په باب یوې اغیزشیندونکی لارې ته درسیدو لپاره دبین الافغانی خبرواترو دترسره کولو غوښتنه کوی.

 دافغانستان له بدلونونو سره اړونده ډیر هیوادونه هم له طالبانو سره د دوو اړخیزوخبرو اترو په ترسره کیدا کې دامریکا پر سیاست نیوکې کوی او دا د کابل دحکومت د رول او مقام د کمزوری کولو لامل ګڼی چې حتی ددغه جنګ ځپلی هیواد ملی ګټې هم له جدی خطرو سره مخامخ کولی شی..

 دې ته په پام سره چې طالبانو ډلې په کرتو وئیلی دی ، دجنګ پای او دسولې له بهیر سره یو ځای کیدا ، به له افغانستانه د بهرنیو عسکرو تر وتلو پورې هیڅ امکان ونه لری ، دادی اوس د واشنګټن چارواکی ،په دغه هیواد کې د سولې له ټینګیداسره پر مرستې د مشتملې خپلې ادعا له امتحان سره مخامخ شوې ده.

که د امریکا حکومتی چارواکی دخپلې ادعا په اثبات پسې وی ،نو باید له افغانستانه دخپلو عسکرو د ویستلو دمهال ویش په وړاندې کولو سره ، عملا د سولې خبرې اترې او په دوام کې په دغه هیواد کې د جنګ دختمیدا موضوع له اوسنی بندونه وباسی.

 که امریکا هماغه شان د افغانستان د خلکو د ګروهنې او په دغه هیواد کې د سولې دضرورتونو په اپوټه په دغه هیواد کې دخپل شتون پر د وام ټینګار کوی،نو له طالبانو سره به دسپینې ماڼۍ د خبرواترو بندون دوام ومومی او حتی له دغې ډلې سره دکابل دحکومت احتمالی خبرې اترې به کومه نتیجه ورنکړی.

 داسې ښکاری،د امریکا حکومت دافغانستان په بدلونونو کې له خپلو غلطو محاسباتو اواقداماتو سره لازیات،په د غه هیواد کې د نښتو او تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د رامینځة شوو فرصتونو په له مینځه وړلو پسې دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.