Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63679
تاریخ انتشار : سه شنبه 31 غوایی 1398 ساعت : 09:32:17

دفاع وزارت: منیره یوسف زاده د ملي دفاع وزارت د مرستیالې په توګه وټاکل شوه

دفاع وزارت وایي، منیره یوسف زاده د افغانستان د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل په برخه کې د دې وزارت د مرستیالې په توګه ټاکل شوې او نن دوشنبه د ثور میاشتې په ۳۰ مه  رسما د دې وزارت د غونډو  په تالار کې د دفاع وزارت منسوبینو ته ور وپیژندل شوه.

د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې په حواله، په دې غونډه کې د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد ویلي چې د دې وزارت په کچه زيات شمېر ښځې په اداراتو، د اردو او ځانګړو ځواکونو په ليکو کې دندې اجرا کوي خو دا لومړی ځل دی، چې يوه ښځه د رهبرۍ په کچه ګمارل کيږي.

د خبر پاڼې له مخې د ملي دفاع سرپرست وزیر زیاته کړې: ” زه د منيره يوسفزاده په وړتيا باور لرم او په دې باوري يم، چې دا به د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د هر سرباز دردمنه خور، د هر يتيم مهربانه مور اوسي او د هغوی ټولې ستونزې به په خپل، خپل وخت راټولې او په حل کې يې جدي اقدام وکړي”.

د خبر پاڼې له قوله د منیرې یوسف زاده د معرفي په دې غونډه کې اغلې یوسف زداه ویلي چې، د شهداوو معلولينو کورنيو ته رسيده ګي يې لومړيتوب دی او په خبره يې په داسې طرحو به کار کوي، چې د جګړو په ليکو کې به د مجروحيت او معلوليت کچه راکموي.

اغلې يوسفزاده په ټينګار وويل:” موږ به د اردو په ليکو کې د شهيدو او معلول شويو سرتيرو له کورنيو سره له نږدې کار وکړو او هغوی ته به د وړو کارونو د جوړېدو په برخه کې پوره ونډه واخلو او د يو مسوليت له مخې به د هغوی کورنۍ وپالو”.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.