Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63680
تاریخ انتشار : سه شنبه 31 غوایی 1398 ساعت : 09:33:47

د ولسمشرۍ نوماندان: د غبرګولي پر لومړۍ د حکومت موده پای ته رسېږي

د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو پرون په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه د ولسمشر د کار پای غوښتنه وکړه.

دوی وویل، د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د کار موده د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او په وینا یې باید ځای‌ناستی حکومت جوړ شي.

د ولسمشرۍ یوه نوماند محمدحنیف اتمر د ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې پر بیا بیا شاته لوېدو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، که ولسمشر محمداشرف غني د اساسي قانون له مخې د غبرګولي پر لومړۍ نېټه دنده خوشې نه‌کړي، هېواد به له سیاسي کړکېچ سره مخ شي.

د ولسمشرۍ یوه بل نوماند احمدولي مسعود هم وویل چې د غبرګولي پر لومړۍ د چهارشنبې په ورځ د ملي یووالي حکومت عمر پای ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، حکومت نه‌شي کولای چې له یادې نېټې وروسته په یواړخیزه توګه د خپل کار موده وغځوي او په ناقانونه او نامشروع بڼه کار ته دوام ورکړي.  

د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو دغه راز ولسمشر غني له دولتي شونتیاوو په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړ.

خو ولسمشر غني تل دغه تورونه رد کړي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.