Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63689
تاریخ انتشار : شنبه 11 غبرګولی 1398 ساعت : 11:47:46

له استکبار سره د ايران د ملت دښمني له قدس شريف څخه په ملاتړ کښې ده، نه «د پېړۍ له معاملې » څخه

د اسلامي ايران استکبار دښمنه ملت نن د قدس د نړيوالې ورځ په لاريونونو کښې په شانداره ګډون سره له فلسطيني ملت سره خپل ملاتړ او د قدس د غاصب رژيم له جنايتونو څخه خپله کرکه اعلانوي.

د ايران ملت د روژې د مبارکې مياشتې په وروستۍ جُمعه له نهۀ نيمو سوو نه زياتو ښارونو کښې د قدس د نړيوالې ورځې په لاريونونو کښې په ميلينونو شتون او د جُمعې د نمانځۀ د ادا کولو ځايونو ته په تګ سره  د پېړۍ د معاملې ماتې، د فلسطين د آرمان پوره کېدل، له صهيونېسټانو، نړيوال استکبار او د امریکې له دسيسې څخه خپله کرکه اعلانوي.

لاريون کونکي د تېرو کلونو په شان نن هم «مړه دې وي امريکه»، «مړ دې وي اسرائيل»، « مړۀ دې وي آل سعود» او «مړۀ دې وي د سيمې خائنان» اود فلسطين او قدس شريف د آزادۍ نعرې وهي او امريکه د نړۍ ترټولو غټه ترهه ګره بولي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د حکومت،لشکر، ګوندونو، ډلو او ديني او مذهبي اقليتونو چارواکي له ستر ايراني ملت سره په يو قدم د فلسطين له مظلوم ملت څخه د ملاتړ نعرې وهي او د انسانيت په خلاف د قدس د غاصب رژيم جنايتونه غندي.

په ټول ايران کښې تقريباً څلور زره خبريالان د دغو مراسمو رپورټنګ کوي چې تقريباً دوه نيم سوه پکښې بهرني خبريالان دي.

ټاکل شوې ده په تهران پوهنتون کښې  د قدس د نړيوالې ورځې د لاريون د مراسمو په ختمېدو سره د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو، د پېړۍ د معاملې په نامه د امريکائي منصوبې او له صهيونېسټ رژيم سره د ځينو عربو هېوادونو د تعلقاتو د بحالولو په لړ کښې د بحرين د اقتصادي کانفرنس د جوړېدو په غندنه کښې يو پرېکړليک ولوستل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.