Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63691
تاریخ انتشار : شنبه 11 غبرګولی 1398 ساعت : 11:51:18

په پاکستان کښې د قدس د ورځې نړیوال لاریون په پراخه توګه ترسره شو

د پاکستان مسلمانانو په پلازمینه اسلام آباد او د دغه هیواد په نورو ښارونو کښې د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون په ترسره کولو او د امریکې او صهیونیسټي رژیم خلاف د شعارونو په ورکولو سره، د دغه رژيم په وړاندې د فلسطین د خلکو د مقاومت ملاتړ وکړ.

لیکلي چې د اسلام آباد، کراچۍ، کویټې، لاهور، پيښور او حیدر آباد په شمول د پاکستان د مختلفو ښارونو خلکو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کښې ګډون وکړ.

په دغه لاریون کښې ګډونوالو د صهیونیسټي رژيم او امریکې خلاف او د فلسطین له انتفاضې او د قدس تر آزادیدو پورې د مبارزې په ملاتړ کښې د شعارونو د لرونکو پلی کارډونو په وړلو سره له اسلامي هیوادونو او د بشري حقوقو له ملاتړو ولسونو وغوښتل چې د فلسطین د خلکو مظلومیت ته پام وکړي او د پیړۍ د معاملې په هکله د امریکايي- صهیونیسټي طرحې په وړاندې ودریږي.

په دغه لاریون کښې د پاکستان مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي علامه راجا ناصر عباس جعفري په یوه وینا کښې د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون ترسره کول او په کښې ګډون د اسلامي امت او مسلمانانو یوه اصلي دنده وبلله.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر امام خمیني(رح) له خوا د قدس د نړیوالې ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې غوره کولو، اسلامي نړۍ د ناروا صهیونیسټي رژيم له خوا د بیت المقدس د نیواک او د فلسطین د مظلومو خلکو د رنځونو او کړاؤنو په وړاندې بیداره ساتلې ده.

د پاکستان حکومت هم د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پيغام کښې وویل چې د پاکستان حکومت له ظلم او نیواکګرۍ سره د مبارزې لپاره د فلسطین د ولس ترڅنګ دی او د هغوي له مقاومته ملاتړ کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.