Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63694
تاریخ انتشار : شنبه 11 غبرګولی 1398 ساعت : 11:56:00

چین د ایران خلاف د امریکې د بندیزونه هیڅ پروا نه کوي

چین، د تهران خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیلو بندیزونو ته په بې پامۍ سره، د ایران له اسلامي جمهوریت خپل د تیلو واردات بیا پیل کړل.

د ایران د تیلو د اخیستو لپاره د امریکې د معافیتونو له لغوه کیدو وروسته، چین ته د ایران د تیلي صادراتو د وړومبنۍ جوپې د وړلو لپاره د پیسیفک براوو په نامه د چین تیل وړونکې کشتۍ له ایرانه دغه هیواد ته روانه شوه.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د پيسیفک براوو له خوا د دغه هیواد د بندیزونو د خلاف ورزۍ په هکله تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو ویلي یې دي چې هره کشتۍ چې بندیزونه مات کړي، په خلاف به یې اقدام کوي.

د ویلو ده چې پیسیفک براوو وړومنۍ بیړۍ نه ده چې د ایران تیل چین ته وړي بلکې له دې مخکښې په تیره مۍ میاشت کښې د مارشل په نامه یوې بلې کشتۍ هم د ایران کابو ۱ لک ۳۰ زره ټنه تیل ژوسان ښار ته وړي او د امریکې د بندیزونو خلاف ورزي یې کړې وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.