Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63695
تاریخ انتشار : شنبه 11 غبرګولی 1398 ساعت : 11:57:03

د نړي له دېرشو نه په زياتو هېوادونو کښې د قدس د ورځې د لاريونونو خبرونه رارسېدلي دي

د فلسطين له ارمان څخه د ملاتړ او د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبې سره د مخالف په هدف سره نن د جُمعې په ورځ د نړۍ له دېرشو زياتو هېوادونو څخه د قدس د نړيوالې ورځې د لاريونونو خبرونه رارسېدلي دي.

د فلسطين اليوم خبري سائيټ د رپوټ له مخې د نړۍ د مختلفو هېوادونو لکه ايران، انډونېشيا، ملېشيا، عراق، هند،پاکستان، امريکې،افغانستان، آسټريليا اروپائي او افريقائي هېوادونوو په مختلفو ښارونو کښې د فلسطينيانو په حق کښې او د صهيونېسټ رژيم په خلاف پراخې  مظاهرې اوشوې.

نن په زرګونو فلسطينيان هم په داسې حال کښې د جمعې د نمانځه ادا کولو او د قدس د نړيوالې ورځې د نمانځنې لپاره مسجد الاقصی ته ځانونه ورسول چې صهيونېسټي فوځيانو قدس شريف ته د فلسطينيانو له ننوتلو لپاره بې مخينې امنيتي تدابير غوره کړي وو.

په دغه بهير کښې عبدا...غيث نومې  يو شپاړس کلن فلسطيني زلمے چې د قدس د ورځې په مراسمو کښې د ګډون لپاره يې ځان مسجدالاقصی رسول غوښتل د صهيونېسټي فوځيانو په ډزو سره په شهادت ورسېد.

د نړۍ په مختلفو هېوادونو اوسيمو کښې د قدس د نړيوالې ورځې د لاريونونو تفصيلي خبرونه به زمونږ په راتلونکو پروګرامونو کښې واورئ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.