Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63698
تاریخ انتشار : شنبه 11 غبرګولی 1398 ساعت : 12:06:51

ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په سعودي عربستان کې کتلي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون جمعه د جوزا په ۱۰ مه د اسلامي همکاریو سازمان په څنډه کې، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره،  د سعودي عربستان د مکې معظمې په ښار کتلي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، سولې، امنیت او تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې”.

خبر پاڼه زیاتوي چې په یاده کتنه کې ولسمشر غني د پاکستان فضایي حریم څخه هند ته د افغانستان د الوتکو د الوتنو پرمخ کې را پیدا شوې ستونزه له عمران خان سره مطرح کړې ده.

د خبر پاڼې له قوله په دې ناسته کې د پاکستان لومړي وزیر له ولسمشر غني سره  ژمنه کړې چې د دې ستونزې حل ته به ځانګړې توجه وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.