Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63700
تاریخ انتشار : شنبه 11 غبرګولی 1398 ساعت : 12:16:06

د عبدالله بل اړخ؛ «د اوبو او برښنا وزیر به خپله د باندې وغورځوم»

یوې حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې ټاکل شوې وه ولسمشر تېره اوونۍ د مخابراتو او لوړو زده‌کړو وزارتونو د سرپرستانو ترڅنګ، د اوبو او برښنا سرپرست‌ وزیر هم په رسمي ډول خپلو وزارتونو ته ور وپېژني، خو دا موضوع د عبدالله عبدالله له توند غبرګون سره مخ شوې ده.

د سرچینې په وینا، اجراییه رییس ولسمشر ته په خطاب کې ویلي، د خپلسرې پرېکړې او په‌دې برخه کې ورسره د مشورې نه کولو په صورت کې به «ټاکل شوی سرپرست وزیر خپله له وزارت نه د باندې وغورځوي.»

تېره اوونۍ عبدالتواب بالاکرزی  د لوړو زده‌کړو او فهیم هاشمي د مخابراتو وزارتونو د سرپرست وزیرانو په توګه رسماً معرفي شول.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر حقوق‌پوهان په ادارو کې د ولسمشر له لوري وروستي بدلونونه ناقانونه بولي او وايي، ولسمشر غني د غبرګولي له لومړۍ وروسته د ولسمشر واکونه نه‌لري. دوی د ولسمشر دا ډول اقدامات د ټاکنیز کمپاین لپاره ګڼي.

ومو غوښتل چې په‌دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو د ولسمشر ویاندویانو یې په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.