Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63710
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 غبرګولی 1398 ساعت : 12:33:08

هلمند کې طالبانو د سولې غوښتنې کاروان ۴ غړي له ځان سره بیولي دي

د سولې غوښتنې کاروان د اړیکو مسول رسنیو ته ویلي چې طالبانو پرون د سولې کاروان څلور غړي د هملند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په نوزاد رود نومي کلي کې له ځان سره وړي دي.

د طالبانو له لوري په دغو وړل شويو کسانو کې د سولې غوښتنې کاروان مشر اقبال خیبر، د دې کاروان ویاند بسم الله وطن دوست، په هلمند کې د دې کاروان مسول غلام سرور غفاري او په ننګرهار کې د دې کاروان مسول فرهاد عادل  شامل دي.

د سولې غوښتنې کاروان یوه ۳۰ کسیزه ډله د جګړې د ختمتیدو او د سولې غوښتنې په هدف پرون دهلمند ولایت د یوې نا امنې ولسوالۍ موسي کلا په لور وخوځیدل .

د هلمند د سولې غوښتنې کاروان په دغو ولایت کې د نوروز په مراسمو کې تر یوې چاودنې وروسته جوړ شو دغو کاروان دجګړې د ختمیدو او د سولې د تنګښت په موخه له لشکر ګاه ښار څخه پلی تګ پیل کړ او دهېواد څه باندې ۲۰ ولایتونو ته یې سفرونه وکړل، د اوږد سفرونو او ستړیاوو ترڅنګ په بغلان ولایت کې د دې کاروان غړو د وهل ټکول کیدو راپورونه هم خپاره شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.