Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63713
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 غبرګولی 1398 ساعت : 16:12:03

کابل ښار کې چاودنه شوې

نن دو شنبه له غرمې وروسته د کابل ښار اوومې حوزې اړوند دارالامان سیمه کې چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزرات ویاند نصرت رحیمي وایي، نن له غرمې وروسته شاوخوا (۱:۳۰) بجې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند دارالامان سیمه کې د اداري اصلاحاتو کمیسیون د کارکوونکو پر کاسټر موټر د مقاطیسي ماین چاودنه شوې.

نصرت رحیمي وایي، په چاودنه کې د اداري اصلاحاتو کمیسیون ۵ کارکوونکي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

بشپړ جزییات ډېر ژر...


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.