Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63715
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 غبرګولی 1398 ساعت : 23:58:37

دوستم: که حالات دغسې دوام وکړي، له ۲۰ زره کسانو سره د طالبانو پر ضد د جګړې ډګر ته ور ځم

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د اختر په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې که حالات په همدې ډول دوام وکړي، نو له ۲۰ زره کسانو سره  به یو خای  د طالبانو پر ضد د جګړې ډګر ته ور ودانګي.

ښاغلي دوستم ویلي چې:“ د هېواد په شمال کې د طالبانو جنګیالي ځای پر ځای کیږي، زما مشوره ور ته دا ده چې تېرې تجربې دې نه تکراروي، ځکه شمال ته راتګ ښایي اسانه وي خو بېرته سلامت تګ به ورته ګران وي“.

دی وایي، که حالات دغسې دوام پیدا وکړي، د هېواد د مشرانو، او علمای کرامو سره تر سلا او مشورې وروسته به د طالبانو پر ضد د جګړې ډګر ته کښته شي.

ښاغلي دوستم د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې ویلی چې جګړه د هوارۍ لاره نه ده خو که دی د طالبانو پرضد جګړې کې ښکېل شي طالبان به خامخا له ماتي سره مخامخ شي.

دا لومړی ځل نه دی چې دوستم طالبانو ته ګواښونه کوي تر دې وړاند ې نوموړی تر مخ امر لاندې سلګونو کسانو سره یوځای په فاریاب کې د طالبانو پر ضد د جګړې لیکو ته ورغلی او له طالبانو سره جنګیدلی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.