Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63716
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 غبرګولی 1398 ساعت : 00:46:24

د حضرت امام خمینی (رح) د ملکوتی ارتحال د کلیزي تسلیت ومنئ

دیرش کاله وړاندې په همداسې ورځ د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود روح ا... موسوی خمینی له نه ستړی کیدونکی او هلو ځلو ډک اوه اتیا (۸۷) کاله ژونده وروسته سترګې له نړۍ پټې کړې .

نن د ۱۳۹۸ هجری لمریز کال د غبرګولی ۱۴ نیټه ده دایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح د رحلت له یو دیرشمې کلیزې سره برابره ده .

دیرش کاله وړاندې په همداسې ورځ د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود روح ا... موسوی خمینی له نه ستړی کیدونکی او هلو ځلو ډک اوه اتیا (۸۷) کاله ژونده وروسته سترګې له نړۍ پټې کړې .

حضرت امام خمینی رح په ایران کی د امریکا له لاس وهنو او ظالم باچاهی رژیم سره خپلې مبارزې له ۱۳۴۲ هجری لمریز کال پیل کړی او بالاخره د باچا رژیم په وسیله ترکیې او بیا عراق ته جلاوطن شو ل .

 حضرت امام خمینی رح په عراق کی په ۱۳ کلنې جلاوطنۍ کې د ډیرو شاګردانو په روزلو سربیره د باچا رژیم د فاسد ماهیت او په ایران کی د امریکا د ناروا طمعو جوتونو ته مخه کړه او د روښانه کونکیو اعلامیو په صادرولو سره یې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب زمینې برابرې کړې .

بالاخره د مبارزې له اوج او فرانسې ته د امام راحل له هجرت او بیا ایران ته د هغو له پرتمینه ستنیدا وروسته  د ایران اسلامی انقلاب په  ۱۳۷۵ هجری لمریز کال کې نهاییی برایلتوب ته ورسید .

د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایران پرضد د عراق د بعث رژیم د تپلی جنګ په شمول د انقلاب د داخلی او بهرنیو دښمنانانو او قدرتونو له دسیسو سره سره  حضرت امام خمینی رح د هغه وخت په سختو شرایطو کی د ایران خلک په درایت او شجاعت سره رهبری کړل .

نن د حضرت امام خمینی رح په سپیڅلی حرم کی د هغه حضرت د ارتحال دستورې له درست ایران او دنړۍ له بیلا بیلو هیوادونو د خلکو په پراخ شتون او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په وینا سره ترسره کیږی .

د افغان ایرکا خبري اژانس لخوا یو ځل بیا د حضرت امام خمینی (رح) د ملکوتی ارتحال د کلیزي تسلیت ومنئ.


د ايران د اسلامي جهوريت د بنسټ اېښودونکي حضرت امام خميني (رح) د رحلت د کليزې په مناسبت د پاکستان د خېبر پښتونخوا له تکړه ديني عالم غلام مهدي مرکه دلته اورېدې شئ:


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.