Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63718
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 غبرګولی 1398 ساعت : 12:20:40

غنی: طالبانو د خلکو هیلې بې اهمیته وبللې

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د کوچنی اختر په مناسبت په خپل پیغام کښې وویل د هیواد خلکو هیله درلودله که طالبانو په روژې میاشت کښې اوربند ونکړ نو په کوچنی اختر کښې خو به یې وکړی خو له بده مرغه طالبانو د خلکو هیلې ته په درنه سترګه ونه کتل .

اشرف غنی وویل د افغانستان د ملی وحدت حکومت دوه(۲) کاله مخکې د کابل په کانفرنس کښې طالبانو ته د بې قید او شرطه خبرو اترو وړاندیز وکړ خو دغه ډلې وړاندیز رد کړ.

هغه وویل دافغانستان حکومت په رسمی ډول له طالبانو سره اوربند اعلان کړ  خو دا اوربند طالبانو ونه غځاوه .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل طالبانو د تیر وخت په شان په روژې میاشت کښې خپلو خونړیو حملوته دوام ورکړ خو حکومتی عسکرو دډیرو بریدونه مخه ونیوله .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.