Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63719
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 غبرګولی 1398 ساعت : 12:43:03

جمهور رئیس غني د نېکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ دلګشا جامع جومات کې ادا کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ د دلګشا جامع جومات کې ادا کړ. د اختر د لمانځه مراسمو کې پر جمهوررئیس سربېره د هیواد یو شمېر ملکي او نظامي مقاماتو، بېلابېلو اقشارو او کابل کې مېشت د اسلامي هیوادونو یو شمېر سفیرانو ګډون درلود، د لمانځه له ادا کولو وروسته یې له یو بل سره د اختر مبارکي وکړه.

وروسته جمهوررئیس غني د رسنیو په حضور کې د افغانستان ټول ملت ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د اختر په بختورو ورځو کې د هیوادوالو د امنیت د تامین په خاطر لومړۍ درجه احضارات لري او د هیواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي، د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم. هغه د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته دعا وکړه او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا هیله وکړه او وې ویل، د سولې مشورتي لویه جرګه چې تاریخي لویه جرګه وه، د افغانستان نظام ته یې یو لیدلوری مشخص کړ چې عملي کول یې د دولت دنده ده او د یادې جرګې د پرېکړه لیک پر تطبیق کار پیل شوی دی.  

جمهوررئیس د اسلامي همکاریو د مشرانو د ناستې په څنډه کې په مکه ښار کې د پاکستان لومړي وزیر سره کتنې ته په اشارې وویل، له عمران خان سره مې ښه ناسته لرله، تشریفاتي غونډو ته اړتیا نشته، باید عملي غونډې وي او اسلام اباد ته د سفر په موخه مې د عمران خان بلنه ومنله  او د چنګاښ په ۶ به اسلام اباد ته سفر وکړم. هغه زیاته کړه، تدبیر، تحمل او منسجم فکر ته اړتیا ده، تر څو د دواړو هیوادونو مناسباتو کې نوې تاریخي صفحه پرانیستل شي او په دقت باید مخته لاړ شو، تر څو د عملي کار یوه نقشه ترلاسه کړو.

جمهوررئیس وویل، د جرګې د ګډونوالو غوښتنه وه چې د هیواد له زندانونو څخه بندیان ازاد شي او ما چې کله د یو شمېر بندیانو د ازادېدو خبره وکړه، نو د جرګې د غړو غوښتنه دا وه چې زیات شمېر زندانیان ازاد شي. هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې ته په درناوي مې لوی څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه چې د ازادېدو لپاره د زیاتو زندانیانو دوسیې وګوري او دا چې د جزا قانون تعدیل شوی، جمهوررئیس د زندانیانو د عفوې په خاطر زیات صلاحیت لري ، د جرګې او نېکمرغه کوچني اختر په درناوي ۸۸۷ زندانیان د هیواد له بېلابېلو زندانونو څخه ازادېږي.

جمهوررئیس د ټاکنو په اړه وویل، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې لارښوونه کړې چې په ټاکنو کې بې طرفه اوسي او یوازې خپله دنده چې د ټاکنو د امنیت تامین دی، ترسره کړي. هغه زیاته کړه، د ملکي ادارو ټول کارکوونکي هم د ټاکنو په وخت کې بې طرفه وي او موږ باید ټاکنې په شفافه او ازاد ډول ترسره کړو. جمهوررئیس د جمهوري ریاست نوماندانو ته په خطاب کې وویل، موږ باید د ټاکنو اخلاقي اصولو په اړه موافقې ته ورسېږو، شفافې ټاکنې زموږ غوښتنه ده او موږ دنده لرو چې د ملت لپاره د ټاکنو ترسره کېدو زمینه برابره کړو، تر څو خپله رایه په ازادانه ډول د خپلې خوښې نوماند ته ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.