Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63720
تاریخ انتشار : چهار شنبه 15 غبرګولی 1398 ساعت : 09:41:29

د امام خمینی فکر او لاره ملتونه ځان ته جذبوی

د ډونالډ ټرمپ په شان د سړي انتخاب د امریکا د سیاست دځوړتیا لپاره ټولو واضح او ترټولو بهترینه نښه ده .

زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی امام خامنه ای پرون په تهران کښې د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په سپیڅلی حرم کښې د خلکو دبیلابیلو پرګرنو په سترې او پرتمینه غونډې کښې د راحل امام د بې ساری جاذبې دوام هغه ته دخدای پاک ورکړل شوی شخصیتی ځانګړتیاوې او لورینې وبللې

او د ملت او د چارواکو لپاره د حضرت امام خمینی رح د ستر درس په توګه دمقاومت او د دریدا د منطق او د لارې د اړخونو او برخو په بیانولو سره  یې ټینګار وکړ دغه جذابه لاره او فکر هره ورځ له مخکې څخه زیات ملتونه ځان ته جلبوی .

د مشر تابه ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علی امام خامنه ای د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د رحلت ددیرشمې(۳۰) کلیزې په مناسبت د خلکو پرون پرتمینه غونډه او د قدس په نړیواله ورځ  دایران دملت له ویاړ څخه ډک لاریونونه د امام خمینی رح د جاذبې د دوام ښکاره نښې وبللې او زیاته یې کړه د قدس نړیواله ورځ دنړۍ په څه دپاسه سلو(۱۰۰) هیوادونو کښې په ځانګړیو مراسمو او لاریونونو سره ترسره شوه او ویې وښودله ددغه نړیوالې ورځې په ټاکلو کښې د امام خمینی داقدام له څلویښت(۴۰) کاله تیریدا  وروسته دهغه جاذبه او نفوذ په دې ډول دی چې ملتونه هماغه راز حرکت ته هڅوی .

حضرت ایت الله امام خامنه ای د امام خمینی رحمت الله علیه له  لارې یعنی مقاومت ته د ملتونو هرکلی ددغه لارې ذاتی جاذبه وبلله او ویې ویل په دې بهیر کښې دایران اسلامی جمهوریت هیڅ شی په ملتونو نه دی ورتپلی هماغه راز چې دنړۍ په څه دپاسه سلو(۱۰۰) هیوادونو  کښې دروان کال دقدس د ورځې مراسم او لاریونونه  په خپله دملتونو په خوښه او انتخاب سره وشول .

هغه حضرت مقاومت په لویدیځې اسیا کښې دټولو ملتونو د منلو وړ او ګډ ټکی وباله او جوته یې کړه البته ځینې کسان اوس هم جرات نه کوی ډګر ته ورننوځی خو ډیر نور په میدان کښې شته .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی امام خامنه ای نن سبا د مقاومت جبهه له بل هر وخت څخه قوی وبلله او زیاته یې کړه په لبنان، عراق ، سوریې او فلسطین کښې د امریکا ماتی د مقاومت دجبهې د اقتدار نښه ده .

هغه حضرت دغه راز هغو رسمی شمیرنو ته په اشارې سره چې د امریکا داقتصادی ځوړتیا او دنړۍ په اقتصاد کښې د واشنګټن د اغیزد عجیبه کمیدا  ښودنه کوی وویل په سیاسی ډګر کښې هم دامریکا اقتدار کم شوی اود ډونالډ ټرمپ په شان د سړی انتخاب د امریکا د سیاست دځوړتیا لپاره ټولو واضح  او ترټولو بهترینه نښه ده .

داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی امام خامنه ای زیاته کړه داسې سړی ته چې دهغه دفکری ، روانی او اخلاقی تعادل په هکله زیات شکونه شته  دامریکا د څه دپاسه درې سوه (۳۰۰)میلیونه خلکو برخلیک ورسپارل دامریکا د سیاسی او داخلاقی ځوړتیا ښکاره دلیل دی .

دمشر تابه ستر مقام دامریکا دحکومت د اخلاقی غورځیدا یوه(۱) بله نښه په نیواکی ټاټوبو کښې دصهیونیسټ رژیم له جنایتونو او په یمن کښې د څو هیوادونو له جنایت او د خلکو له وژلو د واشنګټن ملاتړ وباله او ویې ویل په ټولنیزې زمینه کښې هم امریکا د وژلې د جنایت د لوږې د  نشې او د تاوتریخوالی په شمول له ګڼ شمیر مشکلاتو سره لاس او ګریوان ده او په دا ډول شرایطو کښې دامریکا ولسمشر ټرمپ په ظاهره د ایران له ملت سره زړه سواندی او دهغوې لپاره د خوشبختۍ ارزو کوی خو هغه ته باید ووایو لاړ شه ته کولای شی دخپل هیواد مشکلات حل کړې .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.