Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63721
تاریخ انتشار : چهار شنبه 15 غبرګولی 1398 ساعت : 09:46:43

د انګلستان خلکو د امریکا ولسمشر مسخړه کړی

بریتانیا ته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر دلندن لپاره پینځویشت(۲۵) میلیونه سټرلینګ پونډه لګښت لرلی دی .

د بریتانیا اعتراض کونکو پرون مازیګر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه میرمنه ملانیا ، دهغه لور ایوانکا او د ملی امنیت سلاکار جان بولټن دانګلستان دلومړۍ وزیرې له دفتر څخه دوتلو په وخت مسخره کړل .

د بریتانیا په لسګونو زره خلکو پرون په لندن او مانچسټر ښارونو کښې خپل هیواد ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سفر اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سفر اعتراضونو دغه سفر د بریتانیا دحکومت په امنیتی شخړې بدل کړی دی  په دې ډول چې د ټرمپ د هستوګنې ځاې ګیر چاپیر د وسپنې خنډونه لګول شوی او په ځینو سړکونو او لارو کښې په تګ راتګ بندیز لګول شوی او د ګاډو په تګ هم بندیز دی .

بریتانیا ته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر دلندن لپاره پینځویشت(۲۵) میلیونه سټرلینګ پونډه  لګښت لرلی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.