Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63723
تاریخ انتشار : چهار شنبه 15 غبرګولی 1398 ساعت : 10:00:22

د طالبانو د ځپنې په دوام د افغانستان د مشرانو د جرګې تاکيد

د افغانستان د مشرانو د جرګې ځينو استازيو د طالبانو جنګ غوښتونکې ډلې د ځپنې په دوام تاکيد وکړ.

د افغانستان د مشرانو د جرګې يا سېنټ مشر تاکيد وکړ، طالبان په دغه هېواد کښې جنګ ختمولو ته هيڅ ګروهنه نه لري.

فضل هادي مسلم يار د افغانستان د مشرانو د جرګې په څرګنده غونډه کښې وويل، طالبان د صلحې منلو ته چمتو نه دے نو په همدې وجه امنيتي ځواکونه پکار دي د دغې ډلې له حملوسره د مقابلې لپاره کوشش وکړي.

د افغانستان د مشرانو د جرګې مرستيال هم وويل، د واړۀ اختر په مناسبت د طالب ډلې پېغام وښودله چې هغوي صحلې ته اماده نه دي او جنګ ته دوام ورکول غواړي.

د طالب ډلې مشر قوماندان ملا هېبت ا... د واړۀ اختر په مناسبت په يو پېغام کښې له افغان حکومت سره د جنګ دوام غوښتونکے شوےدے.

محمد علم ايزديار تاکيد وکړ د اشرف غني حکومت پکار دي د دغې ډلې په وړاندې نرمۍ ونه ښئ و پکار دي  حکومت د ځپنې سياست غوره کړي.

د طالب ډلې د ځپنې په دوام باندې د افغانستان د سېنټ تاکيد د صلحې خبرو اترو ته د دغې ډلې د مخه کونې د ډول او همدارنګ په دغه هېواد کښې د جنګ د دوام په اړه د ملا هېبت ا... د وروستي دريځ په اړه ردعمل دے.

د افغانستان د سنا يا مشرانو د جرګې له نظره د صلحې د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د حکومت د وړانديز په ردولوکښې د طالب ډلې دريځونه او د جنګ او وينې تويونې په دوام باندې ټينګار د دې ښودنه کوي چې د جنګ د ختمولو او د صلحې د ټينګولو لپاره د دغې ډلې د مشرانو ترمېنځ جدي او واقعي اراده موجوده نه ده.

البته د طالبانو په ځپنې باندې د تاکيد په اړه د افغانستان د مشرانو د جرګې دريځ يوه داسې تګلاره ده چې په افغانستان کښې سياسي ګوندونه ‎، قومي ډلې او رسانه اي ټولنې هم ترې ملاتړ کوي.

د هغوي له نظره په افغانستان کښې د طالبانو د جنګ غوښتنې په خلاف د اقداماتو کمېدل په دغه هېواد کښې د هغوي د مرګوني فعاليتونو د زياتېدو او د دې مطلب اخېستې سبب کيږي چې د کابل حکومت د تاوتريخوالي او جنګ د کنټرولولو لپاره لازمي وس نه لري.

په همدې وجه ده چې هر کله په افغانستان کښې له طالب ډلې سره د خبرو اترو مسئله د خلقو، سياسي ټولنو او رسنيو په وړومبنۍ موضوع بدليږي نو له طالب ډلې سره د مقابلې او د هغې د پېزواني کولو لپاره د توانمنۍ په وجه له دغې ډلې سره په خبرو اترو کښې د مقتدرانه شتون بحث ته هم پاملرنه او ورباندې تاکيد کيږي.

په همدې چوکاټ کښې دي چې د صلحې د خبرو اترو لپاره طالب ډلې ته د افغان حکومت د وړانديز په باره کښې دا اندېښنه موجوده ده چې د کابل حکومت د دغې ډلې د هڅولو لپاره يولړ امتيازات وړاندې کړي چې د دغه هېواد له ملي ګټو نه بهر وي.

په همدې وجه په افغانستان کښې دا نظر مطرح دے چې د طالبانو د تاوتريخوالي، په جنګ باندې د هغوي د ټينګ او د صلحې لپاره د هر ډول وړاندې د ردولو په وړاندې پکار نه دې هم هغه شان دغې ډلې ته بې له څه وړاندې شرطه د خبرو اترو وړانديز اوشي.

په افغانستان کښې د سياسي مسائلو کارپېژاندے نور آقا روئين وائي: «افغان حکومت او په دغه هېواد کښې د صلحې عالي شورا د طالب ډلې او نورو وسله والومخالفينو لخوا د دغه هېواد په خلقو د ظلمونو په نظر کښې لرلو نه بغېر هغوي ته امتياز ورکوي.»

په داسې حالاتو کښې د افغان ولس هيله دا ده چې د دغه هېواد حکومت دې ترهغه چې  صلحې لپاره په طالبانو کښې د نرمۍ نښې نښانې څرګندې نه شي په دغه هواد کښې د تندلاريتوب په خلاف دې يرغلي قوت کم نه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.