Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63726
تاریخ انتشار : پنج شنبه 16 غبرګولی 1398 ساعت : 22:20:35

خلیلزاد وایی که امریکا او ناټو له افغانستانه وتلونوپه غږملتیا سره به وی

له طالبانو سره د خلیلزاد د پټو خبرو په اړه هماغه راز چې د افغانستان حکومت بدګومانه دی د ناټو غړي هم شکمن دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  افغانستان په چارو کی  د امریکا ځانګړي استازي د ناټو مشرانو ته وویل، امریکايي پوځیان به په داسې ډول له افغانستانه ونه وځي چې د ناټو د غړیو هیوادونو پوځیان په دغه هیواد کې پرېږدي.

خلیلزاد دا خبره د ناټو له  سرمنشي او نورو لوړ رتبه مشرانو ته د افغانستان په اړه د خپلو هلوځلو د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وکړه.

دا پنځم ځل دی چې خلیلزاد له طالبانو سره د خپلو خبرو په باب د ناټو مشرانو ته معلومات ورکوي.

له طالبانو سره د خلیلزاد د پټو خبرو په اړه هماغه راز چې د افغانستان حکومت بدګومانه دی د ناټو غړي هم شکمن دي.

دا په داسې حال کی دی چی تراوسه د طالبانو او امریکا خبرو اترو کومه خاصه نتیجه نده ورکړی .ش


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.