Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63727
تاریخ انتشار : پنج شنبه 16 غبرګولی 1398 ساعت : 22:23:39

کمېسیون: راتلونکې شنبه، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیلیږي

‎د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر ته چمتووالی ښيي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د نوم لیکنې دغه تقویتي بهیر به یوازې د هغو کسانو لپاره وي چې، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د امنیتي ستونزو، د عمر کموالي او نورو ستونزو له امله برخه نه ده اخیستې.

د ټاکنو کمېسیون وايي چې دغه بهیر د راتلونکې شنبې په ورځ په رسمي ډول پيلیږي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پرېکړې پر اساس به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له بایو میټریک سیستم پرته ترسره شي. خو پر ټاکنو څارونکي ادارې او د ټاکنو کمېسیون پخوانی رییس وايي، که راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په برېښنايي سیستم ترسره نشي ټاکنې به له درغلیو ډکې وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.