Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63729
تاریخ انتشار : شنبه 18 غبرګولی 1398 ساعت : 20:27:12

د ټاکنو لپاره تقویتي نوم‌لیکنه نن پیلېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ولسمشري ټاکنو د رای‌ورکوونکیو «تقویتي نوم‌لیکنه» نن پیلېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې یاده پروسه به د ولسي جرګې ټاکنو د شېوې په څېر د غبرګولي په ۱۸مه پیل او د چنګاښ تر ۸مې به دوام وکړي.

د نوموړې په وینا، په تقویتي نوم‌لیکنه کې د هغو کسانو نومونه ثبتېږي چې تازه هېواد ته را ستانه شوي، د ۱۸ کلنۍ عمر یې پوره کړی وي، په تېرو ټاکنو کې یې نومونه په ښه ډول نه وي لیکل شوي یا هم له یوې ټاکنیزې حوزې بلې ته تللي وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د اعلان شوي مهال‌وېش له مخې، د ولسمشري ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه کېږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.