Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63732
تاریخ انتشار : شنبه 18 غبرګولی 1398 ساعت : 20:34:37

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د غزني خواجه عمري ولسوالۍ پرون له یو کلن سقوط وروسته بېرته نیولې

دفاع وزارت وایي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولايت خواجه عمري ولسوالۍ، چې له يوه کال راهيسې د طالبانو په ولکه کې وه، پرون سهار بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې “افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولايت خواجه عمري ولسوالۍ چې له يوه کال راهيسې د طالبانو په ولکه کې وه بيرته تر لاسه کړه”.

دغه خبر د دفاع وزارت په ویب پاڼه کې د بېړني خبر په توګه خپور شوی خو په ډې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دفاع وزارت وایي چې په دې تړاو به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.