Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63733
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 غبرګولی 1398 ساعت : 16:19:53

غزني کې وسله والو طالبان یو محصل وژلی

وسله والو طالبانو د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د پوهنتون یو زده کړیال د سوارلۍ له موټره ښکته کړی او په ډزو وژلی دی.

د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپانې پر بنسټ، پرون شنبه وسله والو طالبانو د جغتو ولسوالۍ د قیاق درې اړوندو کې د مالستان ولسوالۍ یو اوسیدونکی چی محصل و او د اختر تر رخصتیو وروسته بیرته کابل ته روان و، له موټره ښکته کړی او په ډزو وژلی دی.

د غزني ولایتي شورا غړي رضا یوسفي وویل، چې طالبانو درې تنه نور هم له ځان سره بولي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه د پیښې په اړه څه ندي ویلي.


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.