Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63734
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 غبرګولی 1398 ساعت : 17:37:38

د افغانستان فوټبال پخوانی مشر د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې له امله یو میلیون ډالر جریمه شوی

 فیفا (د فوټبال چارو سمبالونکې نړیوالې ادارې ) د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کرام د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې له امله یو میلیون ډالر جریمه کړی دی.

د دې  ترڅنګ د فیفا اداري لخوا پر نوموړي د پنځو ښځینه لوبغاړو له لوري د جنسني ځور د لیګیدلو تورونو له کبله په همدې قضیه کې عمري بندیز هم لګول شوی دی.

د یادونې وړ دی چې د افغانستان فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کرام د افغانستان فوټبال د پنځو ښځینه لوبغاړو له لوري تور پوری شو چې د ۲۰۱۳ -۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په پرلپسې توګه د ښاغلي کرام له لوري جنسي ځورول شوې دي.

دا موضوع هغه مهال رسوا شوه چې د لومړي ځل لپاره د فوټبال ټیم د ښځینه لوبغاړو مشرې خالدې پوپلزۍ پر نوموړي تور ولګاوه.

له دې تورونو وروسته د فوټبال ټیم ځینو ښځینه لوبغاړو د فوټبال په دې پخواني مشر لګیدلي تورنه ناسم هم  وبلل خو په تېره دسمبر میاشت کې د دغې موضوع له رسوا کېدو وروسته فیفا د کرام الدین کرام په ګډون د پنځو چارواکو دندې وځنډولې او د لګیدلو تورونو په اړه یې پلټنې پیل کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان سترې محکمې او لویې څارنوالۍ هم، له ښځینه فوټبال لوبغاړو سره د جنسي بدچلنۍ او فزیکي ځورونې په تړاو  د څېړنو او پلټنو خبر ورکړی وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.