Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63735
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 غبرګولی 1398 ساعت : 17:46:21

د عربستان په خاوره د یمن ناڅاپي برید

د یمن هوایي ځواکونو په یوه ناڅاپي برید کې په بې پیلوټه الوتکه باندې  د عربستان د «جیزان» هوایي ډګر نظامي مرکز په نښه کړی دی.

د افغان ایرکا خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، المسیره شبکې راوړي دي چې دا برید نن سهار د (غبرګولي ۱۹مه) د جیزان په هوایي ډګر کې د عربي ایتلاف پر نظامي مرکز ترسره شوی دی.

د یمن نظامي سرچینې ویلي دي چې دغه برید له هغې وروسته ترسره شو چې دا هوایي ډګر د عربي ایتلاف له لوري پر یمن باندې د یرغل لپاره په نظامي هډه بدل شوی دی.

المسیره همدغه راز د جبل النار د ختیځ د جیزان په اطرافو کې د عربي ایتلاف په مورچو باندې  د یمن د فوځ او ولسي کمیټو له لوري د ناڅاپي برید خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې پینځه تنه سعودي نظامیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عربي ایتلاف جنګي الوتکو یو ځل بیا د یمن سره ګډې پولې ته نږدې د «صعده» ولایت مختلفې سیمې بمبار کړي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.