Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63738
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 غبرګولی 1398 ساعت : 16:53:28

فراه کې یوه کیلو هندوانه په یوه افغانۍ پلورل کیږي

په فراه کې د هندوانو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی، خو ګروندګر یې وایي چې ، د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار نشته.

د فراه ولایت کروندګر وایي، نه یوازې دا چې د هندوانو په پلور کې مو ګټه نده کړې، بلکې خپل نیمایي لګښت مو هم ندی ترلاسه کړی.

د فراه کرونګر ټینګار کوي چې، په دغه ولایت کې نن سبا یوه کیلو هندوانه په څه کم یوه افغانۍ پلورل کیږي.

د کروندګرو په خبره، له دغې بیې سره نه یوازې ګټې ته ندي رسیدلي بلکې د لګښت نیمایي برخه یې هم ترلاسه کړي ندي.

بلخوا د فراه ولایت چارواکي وایي، چې دغه ولایت کې د هندوانو د حاصلاتو کچې د تېر کال په پرتله اوولس سلنه زیاتوالی موندلی او د اختر ورځو رخصتۍ او دغه راز د پلازمینې بازارونو ته د هندوانو د رسونې ستونزو له کبله د هندوانو بیه ټیټه شوې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.