Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63739
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 غبرګولی 1398 ساعت : 16:56:50

فراه کې یوه ملا امام د خپلې کورنۍ د غړو په شمول ۱۱ تنه وژلي

د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ اړوند سرکاریز سیمه کې یوه ملا امام د خپلې کورنۍ د غړو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د فراه ولایت والي محمد شعیب ثابت پیښه تاییدوي او وایي بریدګر د پیښې وروسته په تېښته بریالی شوی.

د محمد شعیب په خبره دا پیښه د دوو کورنیو ترمنځ له لفظي شخړو وروسته رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د ماشومانو او ښځو په شمول ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې، د بردیګر د نیولو لپاره مونږ ټولې هڅې کوو او زیاته یې کړه چې د بریدګرو د نیولو په بدل کې «انعام» ورکولو ته چمتو یوو.

د فراه یو تن مدني فعال عبدالرحمان ژوندی ددې پیښې لامل فقر، غربت، ذهني فشار او په کورونو کې د شخصي سلاح شتون بولي.

عبدالرحمان ژوندي وویل چې، بردیګر لومړی د خپلې کورنۍ څلور یا پنځه کسه په ډزو وژلي او وروسته چې کله ګاونډیان یې په ډزو راخبر شوی په دوی یې هم ډزې کړې چې په ترڅ کې یې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.

د سیمې یوه تن اوسیدونکي وویل چې، بردیګر پدې وروستیو کې یوه بله مېرمن وکړې وه او خپله دولس کلنه لور یې په بدل کې د خسر کورنۍ ته ورکړه چې په پاېله کې د دواړو خواوو تر منځ جنجالونه رامنځته شوي وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.