Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63741
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 غبرګولی 1398 ساعت : 18:44:35

ریاض درمل د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي مرستیال په توګه رسمآ د دې وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل شو

کورنیو چارو وزارت وایي ریاض الله درمل نن دوشنبه د جوزا میاشتې په ۲۰ د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي مرستیال په توګه په رسمي ډول د دې وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل شو.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ د منظورۍ پر بنسټ، ریاض الله درمل د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي مرستیال په توګه وټاکل شو او نن په رسمي ډول د کورنیو چارو وزارت د سرپرست له لوري د یاد وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو”.

ریاض الله درمل تر دې مخکي د جلال اباد ښار د ښار وال په توګه دنده پر مخ وړله او له دې وړاندې په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست رئیس و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.