Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63742
تاریخ انتشار : سه شنبه 21 غبرګولی 1398 ساعت : 16:55:57

ستردینی مرجع آیت الله العظمی شیخ قربانعلی محقق کابلی وفات شو

زمونږخبریال راپور راکړ چې دایران په قم سپیڅلی ښار کې  یو ستر دینی مرجع او څیړاند  آیت ا... العظمی شیخ قربان علی  محقق کابلی  چې  په افغانستان کې زیږیدلی ؤ او  له کلونو کلونو راهیسي د ایران په قم سپیڅلی ښار کې په څیړنو او دینی چارو او د شاګردانو په روزنه او ښوونه باندي  بوخت ؤ ،  دیوې  اوږدې ناروغۍ له امله نن سهار وختی ئې  له نړۍ سترګې پټې کړې.

شیخ قربان علی محقق کابلی  د اهل تشیعّ  یو ستر مرجع ګڼل کید او د ډیرو تصنیفاتو لرونکۍ دی هم . دهغه په رحلت سره  اسلامی امت له یوه  سترې دینې سرچینې څخه محروم شو.

د افغان ایرکا خبري اژانس او د هغه کارکونکي په دې مناسبت د هغه کورنۍ او ټولو شاګردانو او  مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وايي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.