Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63745
تاریخ انتشار : سه شنبه 21 غبرګولی 1398 ساعت : 17:42:18

د غزني کلا یو بل تاریخی برج هم ونړید

د غزني یو شمېراوسیدونکي وایي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو ته هیڅ پام ندی کړی.

د غزني کلا د افغانستان په تاریخي او لرغونو آبداتو کې راجستر شوې، چې ۳۶ برجونه لرل؛ خو تراوسه یې څو برجونه نړیدلي دي.

د غزني یو شمېر اوسیدونکي د اطلاعاتو او فرهنګ پر ریاست نیوکه کوي، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي آثارو په ساتنه کې یې ناغیړي کړې ده.

دوی ویلي، چې که د غزني تاریخي آبداتو ته پاملرنه ونشي؛ نو ټول به له منځه ولاړشي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ او ګرځندوی آمر محبوب الله رحماني وايي، دا برج د تیر کال جګړو، واورې او باران زیانمن کړی و، چې له کبله یی ونړید.

د یادونې ده، چې د غزني کلا په دې ولایت کې سل کالنه تاریخي مخینه لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.