Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63746
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 غبرګولی 1398 ساعت : 16:45:15

معظم رهبر د آيت الله محقق کابلي په رحلت کولو تسليت ووايۀ

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په يو پېغام کښې د مجاهد عالم آيت الله الحاج شېخ قربانعلي محقق کابلي د رحلت په مناسبت ټولو افغان وروڼو په تېره بيا د هغۀ محترمې کورنۍ، مقلدينو، ارادت لرونکو او شاګردانو ته تسليت ووايۀ.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د اطلاع رسونې د سيائيټ د رپوټ له مخې حضرت آيت الله العظمی سيد علي امام خامنه اي نن په خپل پېغام کښې د ارواښاد د درجاتو د بلندۍ ورلره د الهي رحمت او مغفرت دعا وکړه.

د افغانستان ستر عالم آيت الله قربانعلي محقق کابلي چې د ايران په قم مقدس ښار کښې مېشته ؤ د تېر  ګل په ورځ په دغه ښارکښې له فاني دنيا سترګې پټې کړې.

د آيت الله مقق کابلي جسد مبارک به سبا د پنجشنبې (زيارت) په ورځ د حضرت بي بي معصومه (س) په پاک حرم کښې خاورو ته سپارل کيږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.