Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63747
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 غبرګولی 1398 ساعت : 16:49:25

د آیت ا...محقق کابلی رحلت د افغان ولس لپاره نه جبرانیدونکی ضائعه ده

د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا.... او دسولې د عالی شورا مشر محمد کریم خلیلی په جلاجلا اعلامیو کې ستر دینی مرجع آیت ا.... شیخ قربان علی محقق کابلی د رحلت په مناسبت دافغانستان مسلمان ملت او د نړۍ اهل تشیَع ته په تسلیّت وئیلو سره وئیلی دی ، آیت ا... محقق کابلی داسلامی نړۍ یو اغیز شیندونکی او نامتو دینی شخصیّت ؤ چې سوچه محمدی دینی د فرهنګ د دودولو او داسلامی تعلیماتو دپراختیا لپاره ئې ارزښتمند ګامونه پورته کړی دی.

زمونږخبریال د افغان ایرکا خبري اژانس له قوله راپور راکړ  دوی دغه راز وئیلی ددغه  ربانی عالم  او دتقلید دمرجع  ملکوتی رحلت د افغانستان د مسلمان ملت، علمیه حوزو  او دنړۍ  دمسلمانانو ستر تاوان دی  چې  نه جبرانیدونکی دی.

د  افغانستان د ستر دینی مرجع  او دجهاد په وخت کې غوره رول لوبونکی دینی  عالم  آیت ا... قربان علی محقق کابلی  په رحلت پسې  په درست افغانستتان کې   علمیه حوزو  درې ورځې ویر اعلان کړی دی .خدای بخښلی آیت ا.. محقق کابلی  د سه شبنې په شپه دایران په قم سپیڅلی ښار کې دیوې اوږدې ناروغۍ له امله  له نړۍ سترګې پټې کړی او  دپنجشنبې په ورځې به  ددغه ښار  د حضرت بې معصومه (س) دحرم په خوا کې خاورو ته وسپارل شی. 

د افغان ایرکا خبري اژانس او د هغه کارکونکي په دې مناسبت د هغه کورنۍ او ټولو شاګردانو او  مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وايي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.