Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63749
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 غبرګولی 1398 ساعت : 21:19:47

شمال ته د ۳۰ زرو طالبانو تګ؛ دوستم خبرداری ورکړ

د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم نن په جوزجان کې د مور ورځې په مناسبت د سلګونو مېرمنو په غونډه کې وویل چې په شمالي ولایتونو کې د وروستیو ناامنیو په اړه بې‌توپیره نه‌دی پاتې او پر یوه پلان کار کوي.

دوستم خبرداری ورکړ، که پر شمالي ولایتونو زور راشي، د جوزجان د امنیه قوماندان په خوا کې به ودرېږي او د دولت وسله‌والو مخالفانو پر ضد به وجنګېږي.

د نوموړي په وینا، د ده د معلوماتو له مخې د طالبانو ۳۰ زره کسیزه سره قطعه به له مهماتو او ځانمرګو واسکټونو ډکو ۵۰ موټرو سره شمال ته ورشي.
عبدالرشید دوستم دغه راز په ټاکنو او مهمو سیاسي پرېکړو کې د ښځو پر ګډون تینګار وکړ.

هغه له طالب مشرانو هم وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې لار غوره کړي.

بله‌خوا یوشمېر جوزجانیان وایي، طالبانو د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې خپل فعالیت پراخ کړی او له مرکز سره یې د ځینو ولسوالیو لارې هم تړلې دي.

موږ وغوښتل په‌دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.