Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63750
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 غبرګولی 1398 ساعت : 21:21:01

د سعودي په ابها هوائي ډګر د يمن د فوځ توغنده اي حمله

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو نن سحر د سعودي په ابها هوائي ډګر په کروز توغندي سره حمله وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې يمني سرچينو وويل، دغه توغندے په دقيقه توګه په هدف لګېدلے دے.

العالم چېنل هم د د يمن په فوځي او ولسي ځواکونو کښې د يوې باخبرې سرچينې له قوله په ابهار هوائي ډګر د يمنيانو له توغنده اي حملې وروسته د دغه هوائي ډګر د الوتونو د اودرېدو خبر ورکړ.

د دغې حملې د سر او مال تاوانونو په اړه لا رپوټ نه دے خپور شوے.

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو پرون سحر هم په خپل ځاي زلزال يو ډوله بالېسټک توغندي سره د يمن د البيضا صوبې په الهضبه سيمه کښې د سعودي تالي څټو په سنګرونو حمله وکړه چې له امله يې په لسګونو سعودي ګوډاګيان په هلاکت ورسېدل يا ژوبل شول.

له بلې خوا د يمن انصارا... غورځنګ د سياسي شورا غړي علي القحوم اعلان وکړ چې که د يمن هوائي ډګرونه د پروازونو لپاره بنديږي نو د تيري ګرو هېوادونو هوائي ډګرونه به هم د حملو هدف ګرځولې او پروازونه به يې بندولې شي. هغه زياته کړه نن د جنګ انډول بدل شوے دےاو سعودي تيري ګر ائتلاف په يمن کښې هيڅ مقصد نه دے حاصل کړے او په مقابل کښې يې د يمني ځواکونو قوت لا زيات شوے دے.

هغه تاکيد وکړ چې تيري ګرو ته پکار دي چې د حالاتو بدلېدو ته په پام سره دې جنګ او تيري ته خاتمه ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.