Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63752
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 غبرګولی 1398 ساعت : 21:29:09

د تخار پر خواجه غار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلییز برید پر شا تمبول شوی

د تخار ولایت ځایي چارواکي وايي، تېره شپه  د دې ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په یو شمېر پوستونو وسله والو طالبانو ډله ییزې حملې کړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ او په شا تمبول شوي دي.

د تخار ولایت امنیتي مسولین زیاتوي، چې د تېرې شپې د نبښتې پرمهال د وسله والو طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال ترهګر هم وژل شوي دي.

د ځایي چارواکو په خبره وسله والو طالبانو د چهار شنبې په شپه پر خواجه غار ولسوالۍ برید د دغې ولسوالۍ د نیولو په هدف ترسره کړی وو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ او په شا وتمبول شول.

مسولینو د تېرې شپې په نیښتو کې د ۳ افغان سرتیرو د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی.

بل خو وسله والو طالبانو یوه ویډیو خپره کړې او پکې ویل شوي چې د خواجه غار ولسوالۍ مرکز له سختې جګړې وروسته د دوی لاسته ورغلی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.