Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63755
تاریخ انتشار : جمعه 24 غبرګولی 1398 ساعت : 13:48:41

ولسمشر غني د هند لومړي وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره په پلازمېنه بېشکیک کې وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو قدردانۍ وکړه او وې ویل، باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی او د سیمې هیوادونه دې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړي.

د هند لومړي وزیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تېرو مرستو ته په اشارې یو ځل بیا د خپل هیواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل، هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي. نوموړي زیاته کړه، هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.