Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63756
تاریخ انتشار : جمعه 24 غبرګولی 1398 ساعت : 13:50:31

ولسمشر غني او د قزاقستان جمهوررئیس د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د قزاقستان جمهوررئیس قاسم جومرت توکایف د کرنې، سوداګرۍ، پانګونو او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې چې په پلازمېنه بېکشک کې ترسره شوه، دواړو مشرانو ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو ته په اشارې پر لا پراختیا ټینګار وکړ. جمهوررئیس غني تروریزم سره د جګړې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزې او سرښندنو ته په اشارې وویل، افغانستان چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، افغانانو په دې برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړي.

جمهوررئیس غني او د قزاقستان جمهوررئیس څرګنده کړه، د پانګونې، د کرنې د پراختیا، سوداګرۍ، ساختماني برخو کې همکارۍ او چارې به د دواړو هیوادونو اړوند کاري ټیمونه په ګډه سره تعقیب کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.