Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63758
تاریخ انتشار : شنبه 25 غبرګولی 1398 ساعت : 08:22:12

په کابل کی د ایران سفارت د پمپیو خبرې دروغ وبللې

په کابل کی د ایران د سفارت په بیانیه کی راغلی دی اسلامی تایران د نړۍ په هر ځای کی د ترهه ګرو اقداماتو د غندلو په ترڅ کی په اصولی او هر اړخیزه توګه د سیمې له حکومتونو په تیره بیا افغانستان سره د ملګرتیا لپاره خپل چمتو والې اعلان کړی دی .

د ایرنا له راپور سره سم په افغانستان کی د ایران سفارت د کابل په ترهه ګرو عملیاتو کی د تهران د رول په هکله د امریکا د خارجه وزیر څرګندونې غیر واقعی او غیر مستندې وبللې ،

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپیو د تیر زیارت په ورځ  ایران د کابل د مارشال محمد قسیم فهیم د پوهنتون دروازې مخې ته په موټر بم چاودنه کی  په لاس درلودلو تورن کړ .

په کابل کی د ایران د سفارت په بیانیه کی راغلی دی اسلامی تایران د نړۍ په هر ځای کی د ترهه ګرو اقداماتو د غندلو په ترڅ کی  په اصولی او هر اړخیزه توګه د سیمې له حکومتونو په تیره بیا افغانستان سره د ملګرتیا لپاره خپل چمتو والې اعلان کړی دی .

په دغه بیانیه کی راغلی دی د ایران ضد د امریکا د بې اساسه تورونو مطرحول په داسې شرایطو کی دی چی اسلامی ایران د خپلو ملی ګټو اوامنیت په اساس په عملی توګه نه یوازې  په تشه ادعا ، په خپل ګاوندی هیواد کی د سولې د تحقق او امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره له افغان دولت سره نږدې ملګرتیا کړی او دا یې ثابته کړی ده چی هیڅکله  د افغانستان داخل ته  له ځینو هیوادونو سره د خپلو اختلافاتود انتقالولو غوښتونکی ندی .

د مایک پمپیو دا خبرې په داسې حال کی مطرح کیږی چی د کابل د نوموړو عملیاتو مسولیت د داعش ترهه ګرې ډلې پر غاړه اخیستی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.